دپاکستان په کراچۍ کې پنځه خطرنا ک ترهه ګر ونیول شول
دسحر اردو خبری چینل راپورورکړ دپاکستان دکراچۍ ښار پولیسو دترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې دسند صوبې په مرکز کراچۍ کې دجنګوی لښکر جنایتکارې ډلې پنځه هغه ترهه ګر نیولی دی چې په زیاتره ترهه ګرو حملو اوجنایتونو کې ئې لاس درلود. دوی سره یو طالب کمانډر هم نیول شوی دی
راپورښئ په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسله ، تجیهزات او چاودیدونکی توکی اونقشې هم کشف اوضبط شوی دی
له دې مخکې هم د بلوچستان په مستونګ سیمې کې دجنګوی لښکر دوه جنایتکار په پاکونکو عملیاتو کې هلاک شوی وو .
یو بل خبر هم ښئ دپاکستان امنیتی ځواک تیره اونۍ دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې په ترهه ګرو حملو کې دګډون ا و نورو ورانکاریو په شک کابو دوه نیم سوه کسان نیولی دی چې پلټنې ترې روانې دی
په پاکستان کې دجنګوی لښکر سپاه صحابه ،طالبانو ،جماعت الاحرار په شمول ترهه ګرې ډلې هغه خطرناکې تکفیری ډلې دی چې په دغه هیواد کې ئې په زرګونو عام خلک په وینو کې لیت پیت کړی او هماغه شان خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .