مصر له پاکستان سره د دفاعی ملګرتیاؤ له پراخولو سره دلچسپی لری
Dec 09, 2016 11:39 Asia/Kabul
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ت دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی په قاهرې کې د پاکستان ددفاعی تولیداتو له وزیر رانا تنویر حسین سره په کتنې کې دقاهرې او اسلام اباد د دوستانه اړیکو په یادونې سره د اسلامی نړۍ اوسنیو شرائطو ته په پام سره د دوواړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا ضروری وبلله .
دمصر حکومت دپاکستان جوړې شوی جی ایف اولس ډوله جنګی الوتکو او د دغه هیواد دنورو جوړو شویو پوځی اودفاعی تجهیزاتو داخستو لپاره ګروهمن شوی دی .
پاکستان چې دچین او ځینو نورو هیوادونو په ملګرتیا سره ، د جی ایف ۱۷ډوله جنګی الوتکې ،سوپر مشاق روزونکی الوتکې ،خالد نومې ټانک او نورو دفاَعی او پوځی تجهیزات او سپکې اودرندې وسلې تولیدوی ، د دغو تولیداتو دپلورلو لپاره په بازار موندنې پسې دی .