د ایران او پاکستان د تجارتی اړیکو په پراختیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34675-د_ایران_او_پاکستان_د_تجارتی_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار
د پاکستان او ایران د ګډې تجارتی کوټې مشر  د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2016 16:48 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د تجارتی اړیکو په پراختیا ټینګار

د پاکستان او ایران د ګډې تجارتی کوټې مشر  د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې محمد اعجاز الحق پورن په راولپنډۍ ښار کې   خبریالانو ته وویل چې ایران او پاکستان دوستانه اړیکې لری او دواړه هیوادونو د خپلو اړیکو پراخول غواړی.

  هغه د ایران او پاکستان تر مینځ د تجارت د ګډې کوټې د جوړولو هدف د دواړو هیوادونو د تجارتی او اقتصادی اړیکو  پراختیا وبلله.

د ویلو ده د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د ایران ولسمشر حسن روحانی مخکې په خپله کتنه کې  د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتی مبادلانو د اندازې په زیاتیدو ټینګار کړی و .

له دې مخکې د پاکستان په بهرنیو چارو کې سلا کار وزیر سرتاج عزیز هم ویلې وو چې  په راتلونکی کې به د ایران او پاکستان تر مینځ د تجارتی راکړو ورکړو اندازه پینځو میلیارد ډالرو ته ورسیږی.

د امریکا دفاع وزیر وایی  د افغانستان د امنیت او خپلواکۍ ساتلو ته ژمن دی او  له افغان حکومت سره به خپلې مرستې جاری وساتی.