د ایران او پاکستان د تجارتی اړیکو په پراختیا ټینګار
د پاکستان او ایران د ګډې تجارتی کوټې مشر د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې محمد اعجاز الحق پورن په راولپنډۍ ښار کې خبریالانو ته وویل چې ایران او پاکستان دوستانه اړیکې لری او دواړه هیوادونو د خپلو اړیکو پراخول غواړی.
هغه د ایران او پاکستان تر مینځ د تجارت د ګډې کوټې د جوړولو هدف د دواړو هیوادونو د تجارتی او اقتصادی اړیکو پراختیا وبلله.
د ویلو ده د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د ایران ولسمشر حسن روحانی مخکې په خپله کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتی مبادلانو د اندازې په زیاتیدو ټینګار کړی و .
له دې مخکې د پاکستان په بهرنیو چارو کې سلا کار وزیر سرتاج عزیز هم ویلې وو چې په راتلونکی کې به د ایران او پاکستان تر مینځ د تجارتی راکړو ورکړو اندازه پینځو میلیارد ډالرو ته ورسیږی.
د امریکا دفاع وزیر وایی د افغانستان د امنیت او خپلواکۍ ساتلو ته ژمن دی او له افغان حکومت سره به خپلې مرستې جاری وساتی.