په پاکستان کی یو شیعه انجیر ټرور شو
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د شیعه مسلمانانو د هدفمنو ټرورونو په دوام کی، پدغه هیواد کی یو شیعه انجنیر،اسلام آباد ته څیرمه، د«ایبټ آباد» په سیمه کی په شهادت ورسید.
د دغه راپور له مخې، د«یوسف حسین» په نامه دغه شیعه انجنیر، چی په پاړه چنار کی اوسیده، تیره شپه کله چی د لمانځه د ادا کولو لپاره مسجد ته د تلو په حال کی ؤ، په موټر سایکل باندی د سپاره ؤو ترهه ګرو تر حملی لاندی نیول شوئ، او په شهادت ورسید.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې حملې مسؤولیت په غاړه ندئ اخیستئ، او د پاکستان پولیسو هم کوم کس پیژندلئ او نیولئ نه دئ.
د پاکستان د ټروریزم ضد ادارې پدی وروستیو کی اعلان وکړ: د تیرې یوې میاشتې په ترځ کی د پاکستان یو شمیر شیعه عالمان او شخصیتونه، د کراچۍ په ښار کی د لښکر جهنګوی، سباه صحابه، القاعده او داعش
ترهه ګرې ډلو د عناصرو په وسیله شهیدان شوی دی.