پاکستانیو کروندګرو د قطری شاهزادګانو په ضد مظاهرې وکړې
Dec 11, 2016 11:18 Asia/Kabul
د فارس خبری آژانس د راپور په اساس، پخپلو کروندو کی د قطری شاهزادګانو د شتون په اعتراض کی، د پاکستانیو کروندګرو مظاهرې، د پولیسو په دخالت سره تاوتریجنی شوې.
د دغه راپور سره سم د پنجاب صوبې په «بکهر» سیمه کی، پاکستانی کروندګر، پرون کله چی یی غوښتل د قطر شاهزادګانو کیمپ ته نږدی شی، د پاکستان د پولیسو له مقابلې سره مخامخ شول، او پولیسو د هغوی د تیت او پرک کولو لپاره، له اوښکی بهونکی ګاز څخه استفاده وکړه.
پاکستانی کروندګر اعتراض لری، چی قطری شاهزادګان، د هغوی په کروندو کی د زیات او غیر معمولی ښکار له کبله، د دوی کرهڼیزو محصولاتو ته زیان رسوی.
اعتراض کونکو د قطر او د پاکستان د دولت په ضد د شعارونو په ورکولو سره اعلان وکړ: پخپل ټول توان به له خپلو کروندو څخه دفاع وکړی.