ایران د ترکیې ترهه ګره چاودنه وغندله
د ایران د خارجه وزارت د عمومی او رسندویې ډیپلماسۍ د لویې ادارې د راپور په اساس، د ایران د خارجه وزارت ویاندوی، د ترکیې د استانبول ترهه ګرې چاودنې، چی د دغه هیواد د لس ګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوې؛ وغندلې.
د دغه راپور له مخې، بهرام قاسمی، د ترکیې د استانبول د ترهه ګرې حملې د قربانیانو له پاتی کسانو، ملت او دولت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، ټینګار وکړ: باید د ترهه ګرو او افراط پالو د ارادې او واحدې ژبې په وړاندی؛ چی هماغه بربنډ تاوتریخوالئ، او ویره اچول دی؛ د سیمې د ټولو هیوادونو او نړۍ له خوا پریکنده ځواب، او یو ډول پیغام ورکړ شی.
بهرام قاسمی زیاته کړه: نن ورځ ټروریزم د ټولو هیوادونو په خلاف په هر اړخیز ګواښ بدل شوئ، او له هغه سره مبارزه کول، له نړیوال هوډ او اجماع پرته بله لاره نه لری.
تیره شپه د ترکیې په استانبول ښار کی، د پولیسو د را غونډیدو په ځای کی د دؤو ترهه ګرو حملو له کبله، ۲۹ تنه وژل شوی، او ۱۶۶ کسان ژوبل شول.