نوی ډیلی پاکستان د هندوستان د ټوټې کولو په هڅه تورن کړ
د هندوستان د کورنیو چارو وزیر پاکستاندمذهب په اساس د خپل هیواد د ټوټې کولو لپاره په هڅې تورن کړ.
زمونږ خبریال وائی د هندوستان د کورنیو چارو وزیر راج نات سنګ د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې وویل: د مذهب په اساس د هندوستان د ویشلو لپاره د پاکستان کوشش به کامیاب نه شی.
هغه څرګنده کړه؛ د هندو او مسلمان په شمول د هندوستان ټول خلک پخپلو کښې وروڼه دی او له دې هیواد پرته د دنیا په هیڅ ځاې کښې ۷۲ فرقې داسې په سوله ایزه توګه ژوند نه کوی.
دهندوستان د کورنیو چارو وزیر دې ټکی ته په پام سره چې هیواد یې د سولې او امنیت لرونکی پاکستان غوښتونکی دی، زیاته کړه: که اسلام آباد د ترهګرو د ختمولو توان نه لری نو هند په دې لړ کښې د پاکستان مرستې ته چمتو دی.
دا په داسې حال کښې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اعزاز احمد چودری پرون وویل: له اسلام آباد سره د دښمنۍ لپاره د هند او افغانستان ملګرتیا د سیمې په تاوان ده.