د پاکستان حکومت د پوځ د استخباراتو نوی مشر وټاکه
Dec 12, 2016 12:09 Asia/Kabul
نوید مختار د پاکستان د پوځ د اسختباراتی ادارې په مشرۍ وګمارل شو.
رویټرز خبری آژانس لیکلی چې د پاکستان پوځ پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د پوځ د استخباراتو د ادارې نوی مشر نوید مختار د رضوان اختر پر څوکۍکښینی.
په یاده خبرپاڼه کښې راغلی چې د پاکستان د ملی دفاع پوهنتون مشری به رضوان اختر ته وسپارله شی.
د پاکستان پوځ تل د دغه هیواد یو ډیر مهم او بانفوذه ارګان پاتې شوی دی نو له دې امله د پوځ د استخباراتو مشری هم دپاکستان یومهم پوسټ دی.