د پاکستان د ټوټې کولو د هندوستان خوب به هیڅکله پوره نشی
زمونږ خبریال د پاکستان د دنیا ورځپاڼې له قوله راپور ورکوی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار ویلی دی چی د هندوستان د لاس وهنو او غوسه راوستلو اقداماتو باندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا خواشینونکی ده . ده زیاته کړه په سیمه کې امن غواړو خو د هندوستان برلاسی توب او تاوتریخوالی راپارونکی سیاستونه نه منو .
ده وویل د هندوستان حکومت دا خوب چی کوندی پاکستان به ټوټې کړی د یوه لیونی خوب دې ځکه چی د هندوستان دا خوب به هیڅکله پوره نشی . ده زیاته کړه چی په هندوستان کې له لږکیو په تیره بیا مسلمانانو سره ډیر بلد چلند کیږی . چودری نثار وویل هندوستان د دې پر ځای چی په پاکستان نیوکه وکړی په خپلو ترهه ګرو ډلو تمرکز وکړی . هندوستان په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د لاس وهنې اعتراف کړی دی او د هندی جاسوس کلبهوشن او نورو جاسوسانو نیونه د هندوستان د دې ایجنډې ښودنه کوی .