په پاکستان کې دقرآن کریم دحفظ اوقراءت عمومی سیالۍ پیل شوې
Dec 15, 2016 11:44 Asia/Kabul
زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ دغه سیالۍ په اسلام اباد کې د ایران دکلتوری خونې په هڅوسره نن پیل شوی او په دغو سیالیو کې دقرآن کریم دحفظ او قراءت په څانګو کې دپاکستان کابو ۲۴قاریان اوحافظان سره سیالی کوی .
د دغو سیالیو په مقدماتی مرحلې کې چې دپنجاب ،بلوچستان ، خیبرپختونخواه او سند صوبو کې ترسره شوې ، له هرې صوبې دحفظ په څانګې کې درې او دغه راز دقراءت په څانګې کې هم درې کسان نهائی مرحلې ته رسیدلی دی
راپورښئ په اسلام اباد کې د قرآن کریم دسیالیو لومړنی درې کسان به دقرآن کریم نړیوالو سیالیو ته چې په ایران کې ترسره کیږی ، ولیږل شی .