د پاکستان د پوځ له کوماندان سره د جان نیکلسن کتنه
Dec 15, 2016 18:20 Asia/Kabul
په افغانستان کې میشته امریکایی کوماندان د پاکستان د پوځ له کوماندان قمر جاوید باجوه سره کتنه او د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې جنرال جان نیکلسن په دغه کتنه کې چې د پاکستان په پنډۍ ښآر کې د پوځ په هیډکوارټر کې وشوه له ترهه ګرۍ سره په جنګ او د امنیت په ټینګولو کې د پاکستان د پوځ بریاوې وستایلې.
ددغه امریکایی کوماندان خبرې په داسې حال کې دی چې د امریکا کانګرس پاکستان ته خپلې کلنۍ مرستې د افغانستان ددولت له مخالفو ډلو سره په مبارزه کې د نه جدی والی په وجه ودرولې دی.