د پاکستان د کورینو چارو وزیر د استعفا غوښتنه
د پاکستان په مشرانو جرګه کې د اپوزیشن ګوند مشر له ممنوع الفعالیت ډلو سره د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د رابطې په اعلانولو سره د چودری نثار علی خان د استعفا غوښتنه وکړه .
د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې په مشرانو جرګه کې پیپلز ګوند د مشر اعتزاز احسن زیاته کړه : د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په پټه له یو شمیر ډلو سره چې په فعالیت یې بندیز لګیدلی رابطه لری په داسې حال کې چې د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ملی طرحې په اساس ټاکل شوې وه ټولې ممنوعه ډلې له مینځه یوړل شی.
هغه زیاته کړه چودری نثار علی خان په خپل وزارت کې ناکامه دی او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ملی طرحه یې پر مخ یو نه وړی شوه .
دا په داسې حال کې دی چې د تحریک انصاف لخوا په دوه زره څوارلسم کال کې په اعتراضاتو کې اعتزاز احسین د اپوزیشن ګوند مشر په توګه د نواز شریف او چودری نثار علی خان پوره پوره دفاع کړې وه او ورنه یې غوښتی وو چې استعفا ورنه کړی. ټاکل شوې د پاکستان پیپلز پارټی د دسمبر له اوه ویشتمې خپل سراسری اعتراضات پیل کړی.