دپاکستان په پنجاب صوبې کې پنځه ترهه ګرهلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i35590-دپاکستان_په_پنجاب_صوبې_کې_پنځه_ترهه_ګرهلاک_شول
زمونږ خبریال د ډآن انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ اړونده مسئولانو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، پوځی ځواک نن دپنجاب صوبې په ډیره غازی خان کې په یولړ عملیاتو کې پنځه تکفیری ترهه ګر هلاک کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 18, 2016 15:25 Asia/Kabul
  • دپاکستان په پنجاب صوبې کې  پنځه ترهه ګرهلاک شول

زمونږ خبریال د ډآن انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ اړونده مسئولانو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، پوځی ځواک نن دپنجاب صوبې په ډیره غازی خان کې په یولړ عملیاتو کې پنځه تکفیری ترهه ګر هلاک کړی دی .

راپورښئ دغه  عملیات  نن هاله شوی  چې    ترهه ګرو  پر پوځیانو  ډزې وکړې .  په دغې نښتې کې دپنځو ترهه ګرو پر  هلاکت سربیره  څلور نور ترهه ګر هم وتښتیدل .  په دغو کسانو کې  دوه هغه ترهه ګر هم  شامل وو چې  څه موده مخکې له بنده تښتیدلی وو .

 د دغه راپورپه اساس  په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسلې ، تجهیزات او  الیکټرانیک آلې هم کشف اوضبط شوی دی .

 دالومړنی ځل نه دی چې دپوځیانوله منګولو دعملیاتو په وخت  ترهه ګر تښتی  یا تښتول کیږی ،  له دې مخکې په کرتو   دپوځیانو یا امنیتی مامورانو دعملیاتو په وخت  تکفیری ترهه ګرو  په تښتې کې بریالی شوی  اوله  هغې وروسته ئې  بیا خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی دی .