دپاکستان په پنجاب صوبې کې پنځه ترهه ګرهلاک شول
زمونږ خبریال د ډآن انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ اړونده مسئولانو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، پوځی ځواک نن دپنجاب صوبې په ډیره غازی خان کې په یولړ عملیاتو کې پنځه تکفیری ترهه ګر هلاک کړی دی .
راپورښئ دغه عملیات نن هاله شوی چې ترهه ګرو پر پوځیانو ډزې وکړې . په دغې نښتې کې دپنځو ترهه ګرو پر هلاکت سربیره څلور نور ترهه ګر هم وتښتیدل . په دغو کسانو کې دوه هغه ترهه ګر هم شامل وو چې څه موده مخکې له بنده تښتیدلی وو .
د دغه راپورپه اساس په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسلې ، تجهیزات او الیکټرانیک آلې هم کشف اوضبط شوی دی .
دالومړنی ځل نه دی چې دپوځیانوله منګولو دعملیاتو په وخت ترهه ګر تښتی یا تښتول کیږی ، له دې مخکې په کرتو دپوځیانو یا امنیتی مامورانو دعملیاتو په وخت تکفیری ترهه ګرو په تښتې کې بریالی شوی اوله هغې وروسته ئې بیا خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی دی .