د پاکستان د پوځ د مشر او د عربستانی مقاماتو کتنه
د پاکستان د ځمکنی ځواک کوماندان او د عربستان د پوځ لوی درستیز ددواړو هیوادونو د پوځی ملګرتیاوو په پراختیا ټینګار وکړ.
د سما ټی وی چینل د راپور له مخې د پاکستان د پوځ مشر جاوید قمر باجوه پرون د سعودی عربستان پلازمینې ریاض ته په سفر کې د عربستان د پوځ له لوی درستیز عبدالرحمان بن صالح آل بنیان سره کتنه وکړه .
دواړو لورو په دغه کتنه کې د پاکستان او عربستان د دفاعی او پوځی ملګرتیاوو د سویې په لوړاوی ټینګار وکړ.
قمر باجوه په دغه سفر کې د عرستان د ولی عهد له ځای ناستی او دفاع وزیر محمد بن سلمان سره هم کتنه او د دواړو لورو د ګډو ګټو او امنیتی ملګرتیاوو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
باجوه د عربستان له پاچاه ملک سلمان سره هم کتنه وکړه .
د پاکستان د پوځ مشر پرون د یو ورځنی سفر په مخه عربستان ته لاړ دا عربستان ته د هغه لومړی سفر دی.