افغان کډوالو ته دې دپآکستان تابعیّت ورکړل شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i35674-افغان_کډوالو_ته_دې_دپآکستان_تابعیّت_ورکړل_شي
د پاکستان یو پښتون مشر د افغان مهاجرینو لپاره د پاکستانی تابعیت غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 19, 2016 12:29 Asia/Kabul
  • افغان کډوالو ته دې دپآکستان تابعیّت ورکړل شي

د پاکستان یو پښتون مشر د افغان مهاجرینو لپاره د پاکستانی تابعیت غوښتنه وکړه.

د پاکستان د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزۍ نن د خپل پلار عبدالصمد خان اچکزی د مړینې د کلیزې په په موقع په یوه  وېنا کښې وویل، په پاکستان کښې په لکونو پښتانه او مهاجر مېشته دی او حکومت غواړی هغوی وشړی خو مونږ به اجازه ورنکړوو چې دا کار ترسره شی.

هغه زیاته کړه د پارلېمان د غړیو او د حکومت د وزیرانو په شمول زیات پاکستانیان دوه تابعیتونه لری له دې امله افغان مهاجرینو ته د پاکستانی تابعیت په ورکولو کښې پکار نه دی څه مشکل رامنځته کړې شی.

په همدې حال کښې د دغه هېواد د بلوچستان صوبې د پیپلز ګوند عمومی سېکتر بسم ا... خان کاکړ د تهران له پښتو رېډیو سره په ټیلفونی تماس کښې د محمود خان اچکزۍ څرګندونې سیاسی وبللې او هغه یې د پښتنو د بېلتون او او د پاکستانی واکمنانو د نظر د جلبولو په لړ کښې وبللې.

-------