د افغانستان اتباعو ته د پاکستانی تابعیت د ورکولو غوښتنه
پداسی حال کی چی تر اوسه لا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند فرضې کرښې مسئله هواره شوې نه ده، د پاکستان د پښتونخواه ملی عوامی ګوند مشر«محمود خان اڅکزی» د افغانستان د مهاجرینو لپاره د پاکستانی تابعیت د ورکړې غوښتنه وکړه.
ده ټینګار وکړ: په سل ګونه زره پښتانه او مهاجرین په پاکستان کی استوګن دی، او د اسلام آباد دولت غواړی هغوی وباسی، مګر موږ به اجازه ورنه کړو چی دغه کار ترسره شی.
د محمود خان اڅکزی له قوله، د پاکستان د پارلمان او د دولت د وزیرانو د غړیو په شمول د دغه هیواد نیمایی خلګ دوه تابعیتی دی؛ ولی افغان مهاجرین ونشی کړای پاکستانی تابعیت ولری. هغه همداراز څرګنده کړه: د افغان مهاجرینو لپاره له پولې څخه نیولې؛ تر اټکه او میانوالی پوری، د«افغانیه» په نوم یو ولایت او صوبه جوړه شی. د پښتانه ؤو ترمنځ د محمود خان اڅکزی لوړ ټولنیز او سیاسی موقعیت ته په پام سره، چی د پاکستان د پارلمان غړئ هم دئ، د افغانستان مهاجرینو ته د تابعیت د ورکړی په هکله، د ده څرګندونی مهمې او د پام وړ ګنلې کیږی.
په بلوچستان صوبه کی د پیپلز پارټۍ عمومی منشی«بسم الله خان کاکړ» چی پښتون دئ، د اڅکزی څرګندونې سیاسی؛ او د پاکستان د بین المللې پولې په توګه د ډیورند د فرضې کرښې د بدلولو لپاره، د دغه هیواد د دولت د اهدافو د عملی کیدو په منظور بللی دی. دغه څرګندونی پداسی شرایطو کی چی د پاکستان د پوځ قومندانان او د آی؛اس؛آی مقامونه بدل شوی دی معنا لرونکی دی، او ښیې چی محمود خان اڅکزی د فرصت په پیژندلو سره هڅه کوی، د افغانستان او پاکستان د پولې په دؤو خواؤو کی د پښتانه ؤو له اړیکو څخه په ملاتړ سره، په یو ډول د ډیورند فرضې کرښې ته رسمیت ور وبخښی؛ ترڅو د پاکستان د امنیتی او سیاسی ارګانونو په منځ کی خپل موقعیت ښه او ټینګ کړی، او په عین حال کی د پښتون ملی ګروهنې او د ستر پښتونستان د جوړولو په هکله، له تیرو تورونو څخه ځان په یو ډول وژغوری.
د افغانیه صوبې د جوړولو په هکله، د محمود خان اڅکزی څرګندونې هم، له دؤو اړخونو څخه د پام وړ دی. لمړئ داچی دغه صوبه او ولایت د پاکستان په خاوره کی، او د دغه هیواد تر بیرغ لاندی جوړ شی. او دویم دا چی؛ داسی بریښی د پاکستان د پښتونخواه ملی عوامی ګوند مشر، د پنجابیانو د نفوسو په وړاندی د پاکستان د پښتانه ؤو د نفوس زیاتولو په لټه کی دئ. د پاکستان د نفوسو له جملې څخه پنجابیان نږدی ۴۴ فیصده او پښتانه نږدی ۴۲ فیصده خلګ جوړوی، او د پاکستان مختلفی پوځی؛ سیاسی او دولتی چارې زیاتره د پنجابیانو په واګه کی دی. ځکه نو د پاکستان د پښتانه ؤو مشران هڅه کوی د ښاریز والی له حق څخه په برخمنتیا سره د پښتانه ؤو د نفوسو د شمیر د زیاتولو له لارې، پدغه هیواد خپل موقعیت پیاوړئ کړی. د افغانستان پښتانه ؤو مهاجرینو، په پاکستان کی د پښتونخواه ملی عوامی ګوند په شان، د پښتانه ګوندونو لپاره دا موقع برابره کړې ده، چی د هغوی لپاره د تابعیت په غوښتلو سره؛ خپل هدفونه رښتنی کړی. پدی حال کی دا احتمال چی د پاکستان د پښتونخواه ملی عوامی ګوند مشر، په سنجول شوې توګه، او په یو ډول د دغه هیواد له امنیتی ټولنو سره په غږملتیا سره، خپلې څرګندونی مطرح کړی وی، له ذهن څخه لیری نه دئ، ځکه چی د پاکستان استخباراتی سازمانونه له یو شمیر افغان مهاجرینو څخه د جاسوسانو، نفوذی عواملو او د خپلو مامورینو په توګه استفاده کوی. له دې رویه؛ افغان پښتانه مهاجرینو ته د ښاریز والی د حق ورکول، نه یواځی هغوی د پاکستان د مختلفو ارګانونو سره د همکارۍ لپاره هیله من کوی، بلکه کولای شی د هغوی لپاره د امنیت یو ډول تامینول وی. پر دې برسیره په پاکستان کی یو شمیر ټولنی د افغان پښتانه مهاجرینو لپاره د تابعیت د ور کړې غوښتنه، چی په یو ډول د ډیورند د فرضی کرښې په رسمیت پیژندل ګنل کیږی، پدې هکله د پښتانه ګوندونو د مشرانو ترمنځ د اختلاف اچولو په منظور، هڅه هم ده.
البته؛ افغان پښتانه له ګوندی او قومی مشرۍ څخه بی برخی دی، ځکه چی په افغانستان کی د پښتون ډلې په توګه، د طالبانو په رامنځته کیدو سره، عملاً په پښتانه ؤو باندی هیڅ نومول شوی کس او ډلې، ونشو کړای فعالیت وکړی، او یا د افغانستان په بدلونونو باندی اغیز شیندونکی وی. پدی اساس له افغان پښتانه مهاجرینو څخه، د پاکستان د پښتونخواه ملی عوامی ګوند د مشر«محمود خان اڅکزی» د ملاتړ کولو اعلان، او د هغه دا خبره چی اجازه به ور نه کړی هغوی له پاکستان څخه وایستل شی، د افغان پښتانه ؤو د مشر په توګه د ځان د مطرح کولو په منظور، د نوموړی هڅه هم ګنله کیږی.