هندوستان په پاکستان کښې د جیش محمد ډلې مشر مجرم وپیژنده
د هندوستان د تحقیقاتو ملی آژانس د جیش محمد نومې ترهګرې ډلګۍ مشر د پټان کوټ په هوائی اډې د حملې ماسټر ماینډ وباله.
مهر خبری آژانس لیکلی دی چې د هندوستان د تحقیقاتو ملی آژانس په پاکستان کښې د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر د هند په پنجاب صوبه کښې پر پټان کوټ نومې هوائی اډې باندې د حملې متفکر مغز وباله او د هغه خلاف یې د جرم اعلان وکړ.
د ویلو ده چې د روان میلادی کال په جنورۍ میاشت کښې د هندوستان د هوائی ځواک پر پټان کوټ نومې اډې برید وشه چې اتلس ساعته یې دوام وکړ او د دې نښتې په پاې کښې د هندوستان اوه امنیتی ځواکونه او همداشان څلور وسله وال بریدګر ووژل شول.
د هندوستان حکومت باوری دی چې مولانا مسعود اظهر د دغې حملې ماسټر ماینډ و او د پاکستان له حکومته یې غوښتی وو چې د دې پیښې په اړه جدی تحقیقات وکړی.
که څه هم د اسلام آباد حکومت په دې پیښې د غور لپاره مسعود اظهر او د جیش محمد ډلې دولس نور غړی ونیول او هندوستان ته یې یو تحقیقاتی ټیم هم ولیږه خو پاکستان مدعی دی چې د دغې ډلې کسانو په یاد برید کښې لاس نه دی لرلی.