پاکستان د دښمن د دسیسو په ګرداو کښې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i35995-پاکستان_د_دښمن_د_دسیسو_په_ګرداو_کښې
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، بوسنیا ته د خپل سفر په دوران کښې په سارایو کښې له خپل بوسنیائی همسنګ ډاکټر، ډېنیس زویزدیچ، سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې، او همداراز د بوسنیا په کابینه کښې وویل: له پاکستان څخه د طالب او القاعدې ډلو جرړې وېستل شوې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2016 12:27 Asia/Kabul
  • پاکستان د دښمن د دسیسو   په ګرداو کښې

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، بوسنیا ته د خپل سفر په دوران کښې په سارایو کښې له خپل بوسنیائی همسنګ ډاکټر، ډېنیس زویزدیچ، سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې، او همداراز د بوسنیا په کابینه کښې وویل: له پاکستان څخه د طالب او القاعدې ډلو جرړې وېستل شوې دی.

 هغه همدارنګ زیاته کړه چې په پاکستان داعش نشته، همدارنګه  د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، چودری نثار علی خان، د خېبر اېجنسۍ قبائیلی سیمې په مرکز لنډی کوتل کښې د خبریالانو په ټول کښې وویل: چې په نړۍ کښې ترهه ګری مخ په زیاتېدو ده او په پاکستان کښې مخ په کمېدو ده. هغۀ په دې باره کښې د وضاحت په  ورکولو سره څرګنده کړه چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله، چې د ضرب عضب تر عنوان لاندې شروع شول ترهه ګر یا وژل شوی او یا هم تښتېدلی دی.

د پاکستان دغه دواړه لوړ رتبه چارواکی په داسې حال په خپل هېواد کښې د ترهه ګرۍ د جرړو وېستلو او کمښت خبره کوی؛ چې هغه کمېشن چې د پاکستان د سترې محکمې لخوا د قاضی فائز عیسی په مشرۍ د بلوچستان صوبې په قانون پوهانو باندې د ترهه ګرۍ د حملې د تحقیق لپاره ټاکل شوے ؤ؛ خپل تحقیقاتی رپوټ څو ورځې مخکې خپور کړ. په دغه رپوټ  کښې د پاکستان حکومت په خاصه توګه چودری نثار علی خان او همدارنګه د دغه هېواد امنیتی ادارې ، له ترهه ګرو سره د مقابلې په نه کولو تورنی شوی دی. پدغه راپور کی همداراز راغلی دی: چی د پاکستان داخله وزیر، چودری نثار علی خان، د دی پر ځای چی د هغو ترهه ګرو ډلو په خلاف چی، په بلوچستان کی یی د ترهه ګرو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ، جدی اقدام وکړی، د پنجاب په ماڼۍ کی له همدغو ډلو سره غونډه کوی، او  د یادو ډلګیو مشکلاتو ته رسیدګی کوی. پدغه تحقیقاتی راپور کی راغلی دی: ټول هغه ترهه ګر بریدونه چی په پاکستان کی بڼه نیسی، سرچینه یی په داخل کی ده، هیڅ کوم بهرنی اړخ نه لری، پداسی حال کی چی، هر کله په پاکستان کی ترهه ګره حمله کیږی، د هیواد دولت او امنیتی ارګانونه وایی؛ چی دغه حملې بهرنۍ سرچینه لری. دا چی د مسئلې حقیقت څه دئ؟ زموږ خبریال، د پاکستان د اهل سنتو د لوړ پوړی عالم«مولانا قاری عبدالرحمان نوروزی» نظر، د ټلفن په مټ وغوښت، چی نوموړی په ځواب کی د لمړی وزیر، نواز شریف، او د داخله وزیر«چودری نثار علی خان» د څرګندونو په ردولو، او د سترې محکمې د تحقیقاتی کمیسیون د راپور په تائیدولو سره، وویل: پاکستان له اویا کالو راهیسی، د اسلامی هیواد په نامه جوړ شوئ، خو تر اوسه لا هم؛ د لویدیځ د ښکیلاک او د سعودی عربستان د ګټو په لاره کی چی د لویدیځ پیداوار دئ، او د لویدیځ او بریتانیې د تفکر  او مفکوری په اساس، اداره کیږی او د اسلام او قانون کومه نښه نه لیدله کیږی. مولانا نوروزی څرګنده کړه: د لویدیځ ښکیلاک او په سر کی یی امریکا  د پاکستان په شمول، د اسلامی هیوادونو لپاره شومې نقشې او پلانونه لری، هغوی غواړی چی پاکستان تجزیه او په څو برخو وویشل شی، او ترهه ګرې ډلې چی په پاکستان کی فعالی دی، په حقیقت کی د دغه هیواد د کمزوری کولو، او د ښکیلاک د اهدافو د عملی کیدو په منظور جوړې شوی دی، او له بده مرغه د پاکستان دولت او امنیتی ارګانونه، د خپل هیواد او خلګو پر ځای لویدیځو او عربی هیوادونو؛ په تیره بیا سعودی عربستان ته وفاداره دی. ده زیاته کړه: تکفیری ترهه ګری ډلې؛ د لویدیځ په غږملتیا او د عربستان په مالی مرستو سره جوړې شوی دی.

د پاکستان د اهل سنتو دغه دینی لوړ پوړی عالم، د دغه هیواد او عربستان دولتونه، ډیر فاسد او په عین حال کی د لویدیځ استعمار د ګټو په لاره کی وبلل، او ویی ویل: د اسلام نړۍ یو اساسی بدلون ته اړتیا لری. د هغه په وینا دغه کار د عالمانو له مرستې او همکارۍ پرته امکان نه لری. نوموړی د پاکستانی عالمانو او مفتیانو په تورنولو سره وویل: له بده مرغه؛ هغوی یواځی خپلو چارو ته پام لری، او د هغه څه په نسبت چی په پاکستان او د اسلام په نړۍ کی د فاسدو حکومتونو او تکفیری ډلګیو له خوا ترسره کیږی؛ هیڅ عکس العمل نه ښیې او هیڅ نه وایی. ځکه نو د مسلمانانو نننۍ اړتیا دا ده، چی عالمان را ویښ شی، پاڅون وکړی او د اسلام ضد توطئو څخه مخنیوئ وکړی، او د محمدی سوچه اسلام په تعلیماتو سره، د دښمن له شومو نقشو څخه؛ چی د تکفیری ډلو په وسیله اجرا کیږی، پرده ایسته کړی.