له ایران سره دتجارتی اړیکوپه باب ښې خبرې روانې دی
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ په ایران کې دپاکستان سفیر آصف علی خان دورانی پرون مازدیګر دپاکستان په فیصل آباد ستر صنعتی ښار کې دتجارتی کوټې له مشر اوغړو سره په کتنې کې دایران او پاکستان ترمینځ دتجارتی مناسباتو دپراختیا لپاره د ډیرو وړتیاؤ اوپوټینشلونو په بیانولو سره وویل ، تریوې بلې میاشتې پورې به د دووګاونډیو هیوادونو دتجارتی اړیکو دلاپراخولو په باب ښه خبرونه وړاندې شی .
هغه همداراز وویل ، دایران اوپآکستان ترمینځ دبانکی چینلونو دفعالیدو بیا پیلیدا، دایرانپه ضد دبندیزونو له لغوه کیدا وروسته په دغه هیواد کې درامینځةشویو سترو تجارتی ظرفیّتونو څخه داستفادې لپاره یوه ضروری چاره ده او ډیر زر به په دې باب ښه ځیری وړاندې شی .
هغه وویل پاکستان اوایران ښئې ډیپلوماټیکې آوسیاسی اړیکې لری ،خو دځینو دلیلونو په اساس د دواړو هیوادونو ترمینځ شته تجارتی اواقتصادی پوټینشلونه اووړتیاوې هماغه ډول چې باید وی نه دی غوړیدلی .
ایران اوپاکستان د دوواړخیز تجارت دلوړتیا لپاره ډیرې زمینې لری . ایران له ډیرو زیاتو سرچینو او دانرژۍ له زیرمو برخمن دی او په پاکستان کې دانرژۍکمښت پوره کولی شی او پاکستان هم ایران ته دځینوخوراکی موادو اوکرهڼیزو محصولاتو دصادرولو زمینه لازیاته فعالولی شی چې دا چاره د دواړو ګاونډیو اودوستو هیوادونو او ملتونو په ګټه ده . په ایران کې دپاکستان سفیر داغه راز ټینګار وکړ د دواړو هیوادونو ترمینځ دبانکی چینلونو نه شتون ، په اوسنیو شرائطو کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو دتجارتی ملګرتیاؤ دپراختیا په لاره کې خورا ستر خنډ دی دواړه هیوادونه باید درسمی تجارت دلوړتیا په لاره کې حرکت وکړی او په دغې لارې کې د شته خنډونو دلیرې کولو لپاره به ښه پرمختګونه وشی