په پاکستان کی د داعش ملاتړ کونکی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i36139-په_پاکستان_کی_د_داعش_ملاتړ_کونکی
په سوریه او عراق کی د داعش له ماتې وروسته، په پاکستان له دغې ډلګۍ سره غږملو ډلو، د کراچۍ ښار د لیاری سیمې په دیوالونو او در وازو باندی؛ د یادې ډلې په ملاتړ شعارونه ولیکل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2016 12:49 Asia/Kabul
  •  په پاکستان کی د داعش  ملاتړ کونکی

په سوریه او عراق کی د داعش له ماتې وروسته، په پاکستان له دغې ډلګۍ سره غږملو ډلو، د کراچۍ ښار د لیاری سیمې په دیوالونو او در وازو باندی؛ د یادې ډلې په ملاتړ شعارونه ولیکل.

 له دې وړاندی هم چی داعش تازه په سوریه او عراق کی یو شمیر سیمې نیولې وې، د پاکستان په مختلفو سیمو کی له داعش څخه په ملاتړ کی، یو لړ شعارونه لیکل شوی ؤو، او د لښکر جهنګوی او سپاه صحابه ترهه ګرو ډلګیو، او د خان سعید په شمول د پاکستانی طالبانو یو شمیر مشرانو، له داعش سره بیعت وکړ، او له دغې ډلې څخه په ملاتړ کی یی، کسان سوریی ته ولیژل، او د پاکستان د دغو ترهه ګرو ډلو یو شمیر غړی، په سوریه کی په هلاکت ورسیدل. حتی د دغو تکفیری ډلو نجونو او ښځو هم د داعش د جهاد النساء په پروسه کی برخه واخیسته، او نن چی داعش په حلب کی په بشپړه توګه ماته خوړلې ده، او له دغه ښار څخه د سوریې د پوځ په زور، او د سیمې د مقاومت ځواکونو په مرستې سره، ایستل شوئ دئ، د حلب خلګو چی قاطع اکثریت یی اهل سنت دی، د داعش له نیواک او د هغه له جنایتونو څخه د ژغورل کیدو په خاطر، جشنونه جوړ کړل؛ خو له بده مرغه په پاکستان کی تکفیری ډلګیو نه یواځی ماتم وکړ، او له داعش څخه یی ملاتړ وکړ، بلکه د دغه هیواد یو شمیر لیکوالان او خبریالان هم، د اسلام د دښمنانو د ګټو په لاره کی، په سوریه او په تیره بیا په حلب کی جګړه، د شیعه او سنی د جګړې په نامه تبلیغ او القا کوی. پداسی حال کی چی لمړئ د سوریې د پوځ زیاتره ځواکونه اهل سنت دی، او په سوریه او حلب کی د جګړې په عملیاتو کی، اصلی رول د سوریې د پوځ په غاړه دئ، او د لبنان د حزب الله په شان د سیمې د مقاومت ډلو، له دې کبله د سوریې له پوځ څخه ملاتړ وکړ، چی له داعش سره په جنګ کی، د سوریې له پوځ سره ګډې ګټې لری، ځکه چی داعش ډلګۍ په ډاګه اعلان کړئ او ویلی ؤو، چی د بریالیتوب په صورت کی به، په سوریه او کربلا کی د حضرت زینت س او حضرت امام حسین ع، او حتی په ایران کی د حضرت امام رضا ع سپیڅلی زیارتونه، وران کړی. لکه څرنګه چی په سوریه او عراق کی یی د یو شمیر سیمو په نیولو سره، د اویس قرنی، او حجر بن عدی په شان د حضرت رسول اکرم ص د ځینو صحابه ؤو، او د حضرت یونس ع زیارتونه او مقبرې، په توپ او ټانک سره ویجاړې کړې. د داعش له خوا د داشان ګواښ او خطر په وړاندی، د هر شیعه او سنی مسلمان دنده وه، چی له هر هغه ځواک سره چی یی په جدی او صادقانه توګه، د داعش په خلاف جګړه کوله؛ ملګرتیا وکړی. البته نه د امریکا او د هغې د متحدینو په ملګرتیا؛ چی د داعش په ضد د جګړې تر پوښښ لاندی یی، له دغې ډلې سره مرسته کوله او کوی یی، او دغه مرستې په ځلونو افشا شوې، او په حلب کی له داعش څخه په ملاتړ کی د امنیت شورا د پریکړه لیک په صادریدو سره، دغه مرستې ټولو نړیوالو ته څرګندی شوې

لویدیځ ښکلیلاکی هیوادونه، او د سیمې د ځینو هیوادونو مزدور دولتونه؛ چی د داعش په رامنځته کیدو کی لاس لری، پدی فکر کی شول چی؛ که دغه ډلګۍ په منځنی ختیځ کی د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې اچولو، شخړې رامنځته کولو او د ودانیو د ورانولو لپاره، تر استفادې لاندی ونه نیوله شی، د لویدیځو هیوادونو په لور روانیږی. د څیړاندو له قوله، افغانستان داسی یو هیواد دئ، چی د اوږدو کلونو جګړې له کبله، او د کمزوری دولت د لرلو په دلیل، کیدای شی دغه ډلګۍ هلته ځای پر ځای شی، تر څو هم د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو، د منځنۍ آسیا په هیوادونو، روسیه او چین کی د نا امنۍ په رامنځته کولو کی، تر استفادی لاندی ونیوله شی، او هم پدغه هیواد کی وځپله شی، او د پاکستان تکفیری ډلګۍ هم؛ چی له داعش سره یو شانته فکر او عقیده لری؛ اوس له دې څخه رضایت لری چی داعش افغانستان او حتی پاکستان ته منتقل شی.

په خاصه توګه پاکستان، له هره حیثه د دغې ډلګۍ د مستقرولو لپاره زمینه لری، ځکه چی تکفیری ډلې له ټولو وړاندی ۳۰ کاله مخکی، د پاکستان د یو شمیر امنیتی سازمانونو په وسیله، او د سعودی عربستان په مالی مرستې، او د امریکا او بریتانیې په نقشې او طرحې سره، په پاکستان کی د شیعه او سنی ترمنځ د تفرقې اچولو، او د وهابی مفکورې د رائیجولو په هدف سره جوړې شوې. که څه هم د ۳۰ ؤ کالو په تیریدو سره یی و نه شو کړای په پاکستان کی د شیعیانو او اهل سنتو ترمنځ تفرقه واچوی، خو د ځینو لیکوالانو په شمول یو لږ شمیر خلګ؛ تل له شیعیانو سره د وهابیانو اختلافات، د شیعه او سنی اختلافات القا او تبلیغوی، چی د شیعیانو او اهل سنتو په خلاف د تکفیری ډلګیو ترهه ګرو حملو، د دښمنانو دغه توطئې شنډی کړې، او د دغو پاکستانی لیکوالانو نننی تبلیغات او القاګانی به هم، چی د حلب جګړه د شیعه او سنی جنګ ګنی، شنډې شی.