پاکستان د کرسمس په مناسبت د هند کب نیونکی خوشی کړل
Dec 26, 2016 02:51 Asia/Kabul
د پاکستان دولت وویل د هند څلور سوه نه کب نیونکی خوشی کوی.
د اسوشیټډ پریس خبری اژانس د راپور له مخې د پاکستان دولت وویل له دغه کسانو دوه سوه شل کب نیونکی یې پرون یکشنبه خوشې کړی شول.
دغه کب نیونکی د پاکستان اوبو ته د ورتګ او د غیر قانونی کب نیونې په تور نیول شوې وو.
دوه سوه نولس نور کسان به د دوه زره اولسم کال د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې خوشې شی.
هند او پاکستان اکثره وخت د یو بل کب نیونکی د غیر قانونی کب نیونې په تور نیسی او بندیی کوی یې.
هند هم د پاکستان یو شمیر کب نیونکی په دې پلمه نیولې او پاکستان هیله من دی چې هند هم متقابلا د پاکستان کب نیونکی پریږدی.
اسلام اباد دغه کب نیونکی د پاکستان د بنسټګر محمد علی جناح د زوکړې د کلیزې او د کرسمس د اختر په مناسب پریښې دی.