پاکستان د کرسمس په مناسبت د هند کب نیونکی خوشی کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i36322-پاکستان_د_کرسمس_په_مناسبت_د_هند_کب_نیونکی_خوشی_کړل
د پاکستان دولت وویل د هند څلور سوه نه کب نیونکی خوشی کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2016 02:51 Asia/Kabul
  • پاکستان د کرسمس په مناسبت د هند کب نیونکی خوشی کړل

د پاکستان دولت وویل د هند څلور سوه نه کب نیونکی خوشی کوی.

 

د اسوشیټډ پریس خبری اژانس د راپور له مخې د پاکستان دولت وویل له دغه کسانو دوه سوه شل کب نیونکی یې پرون یکشنبه خوشې کړی شول.

دغه کب نیونکی د پاکستان اوبو ته د ورتګ او د غیر قانونی کب نیونې په تور نیول شوې وو.

دوه سوه نولس نور کسان به د دوه زره اولسم کال د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې خوشې شی.

 هند او پاکستان اکثره وخت د یو بل کب نیونکی  د غیر قانونی کب نیونې  په تور نیسی او بندیی کوی یې.

هند هم  د پاکستان یو شمیر کب نیونکی په دې پلمه نیولې او پاکستان هیله من دی چې هند هم متقابلا د پاکستان کب نیونکی پریږدی.

 اسلام اباد دغه کب نیونکی د پاکستان د بنسټګر محمد علی جناح د زوکړې د کلیزې او د کرسمس د اختر په مناسب پریښې دی.