د نواز شریف د حکومت خلاف د ائتلاف په جوړیدو ټینګار وشه
Dec 27, 2016 02:31 Asia/Kabul
د پاکستان پخوانی ولسمشر او پخوانی وزیراعظم د اسلام آباد د حکومت خلاف د دغه هیواد د سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په یووالی ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال وائی د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر او پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری او د دغه هیواد د مسلم لیګ قائداعظم ګوند مشر او د دغه هیواد پخوانی وزیراعظم چودری نثار علی خان پخپلو کښې ملاقات کړی دی.
په دغه کتنه کښې دواړو لورو موافقه وکړه چې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف خلاف یو داسې ائتلاف جوړ کړی چې پکښې د پاکستان ټول سیاسی ګوندونه او مذهبی ډلې شتون ولری.
زرداری او شجاعت حسین په دغه کتنه کښې وویل: د نواز شریف سیاستونه پاکستان زیانمنوی او سیاسی او مذهبی ګوندونه او ډلې باید په یوموټی کیدو سره د دې تاوان مخه ونیسی.