باجوه په پاکستان کښې د ترهګرو په ختمولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i36430-باجوه_په_پاکستان_کښې_د_ترهګرو_په_ختمولو_ټینګار_وکړ
د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک قومندان په خپل هیواد کښې د ترهګرو فعالیتونو په ختمولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2016 02:38 Asia/Kabul
  • باجوه په پاکستان کښې د ترهګرو په ختمولو ټینګار وکړ

د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک قومندان په خپل هیواد کښې د ترهګرو فعالیتونو په ختمولو ټینګار وکړ.

قمر جاوید باجوه پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې وویل: کومو کسانو چې په ترهګرو عملیاتو سره هیواد ناامنه کړی دی او د پاکستان اقتصاد ته زیان رسوی، د هیواد دښمنان دی او خلک او پوځ نه پریږدی چې دغه کسان خپلو موخو ته ورسیږی.

باجوه څرګنده کړه: د هغو مخالفانو هرکلی کوو چې وسلې کیږدی او د پاکستان له خلکو سره یوځاې د هیواد د آبادونې کوشش وکړی.

د ویلو ده چې په پاکستان کښې د ځینو ترهګرو ډلو ډیرو غړو په دې وروستیو ورځو کښې وسلې ایښې دی او سوله یې اعلان کړې ده.