په پاکستان کې دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ هیڅ اصولی اختلاف نشته
دترهه ګرو حملو او دمسلمانانو د وژلو په دوام سره د تکفیریانو موخه ، دپاکستان کمزوری کول دی او په حقیقت کې ترهه ګر غواړی دغه هیواد ته ستر ګوزار ورکړی .
دسحر اردوټیلیوژنی چینل راپورورکړ دپاکستان د مجلسوحدت مسلمین غورځنګ مرستیال عمومی منشی علامه ناصر عباس شیرزای بیګا په لاهور کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې وویل و دپاکستان په حیدرآباد ښآر کې شیعه اوسنی دینی عالمانو اوخلکو د :لبیک یارسول ا.... : په نامه په کنفرانس کې په ګډون سره وښودله چې پخپلو کې سره هیڅ ډول اختلاف نه لری اوتکفیری ډلې هڅه کوی شیعه اوسنی مسلمانان له یوه بل سره ښکیل کړی ،خو اوس مسلمانان ویښ شوی دی .
هغه زیاته کړې ، دترهه ګرو حملو او دمسلمانانو د وژلو په دوام سره د تکفیریانو موخه ، دپاکستان کمزوری کول دی او په حقیقت کې ترهه ګر غواړی دغه هیواد ته ستر ګوزار ورکړی .
دپاکستان په حیدرآباد کې په :لبیک یارسول ا....: سمینار کې دپاکستان سنی اتحاد کونسل مشر صاحبزارده حامد رضا ، دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه راجه ناصرعباس جعفری پشمول ویناوالو عالمانو اوپوهانو پخپلو ویناؤ کې ټینګار کړی ، چې له ترهه ګرو تکفیری ډلوسره دمقابلې یوازینۍ لاره، حقیقی سولې ته درسیدو لپاره ، دحضرت محمد مصطفی (ص) له سیرته پیروی ا و اتحاد او یووالی دی .