د پاکستان پوځ د ترهګرو خلاف خپل عملیات جاری ساتی
Dec 28, 2016 02:54 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک قومندان جنرال قمر جاوید باجوه په دغه هیواد کښې له ترهګرو سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې جنرال باجوه پرون مازیګر د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې وویل: اسلام آباد د ترهګرو د ختمولو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دی او پوځ همهغه شان خپلو ترهګرۍ ضدو عملیاتو ته دوام ورکوی.
جنرال قمر جاوید باجوه زیاته کړه: د پاکستان پوځ له تکفیری ډلو سره د مقابلې جاری ساتلو ته چمتو دی او د ترهګرو د ټولو مرکزونو تر نابودولو پورې به له هیڅ کوششه ډډه ونه کړی.
د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د ترهګرو خلاف د پاکستان د پوځ او امنیتی ځواکونو د تیرو دریو کالو په عملیاتو کښې څه باندې درې زره تکفیریان او ترهګر هلاک شوی او په زرهاو نور یې زخمی شوی دی.