پاکستان خپل څلورم ایټمی بریښناکوټ پرانیسته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i36625-پاکستان_خپل_څلورم_ایټمی_بریښناکوټ_پرانیسته
د ۳۴۰ میګاواټ تولید په وړتیا سره د پاکستان څلورم ایټمی بریښناکوټ په رسمی ډول فعالیت پیل کړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 29, 2016 02:50 Asia/Kabul
  • پاکستان خپل څلورم ایټمی بریښناکوټ پرانیسته

د ۳۴۰ میګاواټ تولید په وړتیا سره د پاکستان څلورم ایټمی بریښناکوټ په رسمی ډول فعالیت پیل کړ.

د ایرنا د خبر له مخې دغه ایټمی بریښناکوټ پرون د پاکستان د پنجاب صوبې په میانوالی کښې د چشمه ایټمی سلاکوټ د ټولګې په دریم فیز کښې د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف په لاس پرانستل شو.

نواز شریف د دغه بریښناکوټ د رسمی افتتاح په مراسمو کښې ژمنه وکړه چې په پاکستان کښې به د بریښنا کمښت او لوډشیډنګ تر ۲۰۱۸ کاله پورې ختم شی.

هغه همداشان وویل چې د پاکستان د ایټمی بریښنا د تولید لرلید تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ۸ زره ۸ سوه میګاواټه ایټمی بریښنا تولید دی.

پاکستان نن سبا څلور ایټمی بریښناکوټونه لری خو زاړه بریښناکوټونه زیاته بریښنا نه شی تولیدولی.

پاکستان د انرجۍ له سخت کمی سره مخ دی او هڅه کوی چې له هرې ممکنې لارې دغه کړکیچ کم کړی.

له ایران څخه د لازیاتې بریښنا واردول او د ایران-پاکستان ګیس پایپ لاین د طرحې د اجرا او له ایرانه د طبیعی ګیس د واردولو هلې ځلې د انرجۍ د کمی د جبیره کولو لپاره د پاکستان ډیرې مهمې طرحې دی.