پاکستان تحریک انصاف د حکومت ضده ګوندونو ملګرتیا ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i36745-پاکستان_تحریک_انصاف_د_حکومت_ضده_ګوندونو_ملګرتیا_ته_چمتو_دی
د پاکستان تحریک انصاف اعلان وکړ چې په هیواد کښې د مخالفو ګوندونو د حکومتی ضدو اقداماتو ملاتړ کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2016 12:28 Asia/Kabul
  • پاکستان تحریک انصاف د حکومت ضده ګوندونو ملګرتیا ته چمتو دی

د پاکستان تحریک انصاف اعلان وکړ چې په هیواد کښې د مخالفو ګوندونو د حکومتی ضدو اقداماتو ملاتړ کوی.

ډان خبری سایټ لیکلی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان پرون وویل: د یو حکومتی ضده غورځنګ د جوړولو په لړ کښې د پیپلز پارټۍ لخوا راسره تراوسه هیڅ رابطه نه ده شوې خو زمونږ ګوند چمتو دی چې په هیواد کښې د فساد خلاف داشان اقداماتو کښې ګډون وکړی.

د تحریک انصاف ګوند مشر څرګنده کړه: د پاکستان مخې ته یوه ډیره ستره ستونزه فساد دی او که د پاناما پیپرز مسئله هواره نه شی نو زمونږ پلویان به بیا سړکونو ته راووځی او د حکومت خلاف به مظاهرې وکړی.