جنرال راحیل شریف د جنرال ضیاء الحق پیرو کار
د پاکستان د پوځ پخوانی مشر، جنرال راحیل شریف، چی د ۲۰۱۶ م کال په اکټبر کی متقاعد شو، تیره اونۍ د عربستان په یوې خصوصې الوتکې سره، سعودی عربستان ته بوتلل شو، او حاضر دمه د سعودی عربستان د رژیم، د پاچاهی کورنۍ میلمه دئ، او ټاکل شوې ده هغه؛ د سعودی عربستان په مشرۍ د څو هیوادونو د پوځې ائتلاف د سلاکار په توګه، چی نږدی دوه کاله کیږی د یمن په مظلومو خلګو باندی، کور ورانونکئ او نا برابر جنګ تپلئ دئ؛ وټاکل شی.
ویل کیږی چی نوموړئ به د دغه کار په خاطر زیاته تنخواه ترلاسه کړی. البته، په عربستان؛ بحرین؛ یمن؛ او حتی سوریه کی د پاکستانی پوځیانو، په تیره بیا د متقاعدو پوځیانو شتون کم نه دئ، او استفاده ورڅخه کیږی. په بحرین کی د مؤثقو راپورونو سره سم، دا ډول پوځیانو ته، تابعیت هم ورکول کیږی، ترڅو د بحرین د نفوسو ترکیب او جوړښت ګډوډ کړی. خو جنرال راحیل شریف، چی د پاکستان د پوځ مشر ؤ؛ او د«ضرب عضب» په نامه ډیر ستر او اوږد مهاله عملیات، چی له ۲۰۱۴ م کال د جون له ۱۵ می نیټې څخه د هغه تر قوماندې لاندی، په شمالی وزیرستان کی ترسره شول؛ او هغه سیمه یی له ترهه ګرو څخه پاکه کړه؛ د خلګو ترمنځ له ځانګړی محبوبیت څخه برخور ؤ، په هغه پوځی ائتلاف کی د نوموړی شتون به، چی د یمن بی ګناه خلګ په خاورو او وینو کی لغړوی، د سیمې په کچه ځانته ځانګړی پایلې ولری. په هغه وخت کی هم چی، جنرال راحیل شریف د پاکستان د پوځ مشر ؤ، د عربستان له خوا ورڅخه بلنه وشوه چی د یمن په خلاف د پوځی ائتلاف قوماندانې قبوله کړی، او حتی بیله دې څخه چی پاکستان ته خبرتیا ورکړه شی، دغه هیواد یی هم د یمن په خلاف د دغه پوځی ائتلاف غړئ اعلان کړئ ؤ، او د یاد هیواد بیرغ یی هم، د نوموړی ائتلاف د غړیو هیوادونو د بیرغونو ترمنځ رپولئ ؤ. خو په پاکستان کی د ؤلسی عکس العملونو په نتیجه کی، دغه موضوع په ملی پارلمان کی رائې ته کښیښودله شوه، چی د پارلمان غوڅ اکثریت؛ یمن ته د پاکستانی ځواکونو له لیژلو سره مخالفت وکړ، او دغه مسئله د آل سعود د رژیم د سختې غوصې سبب شوه، او حتی ویل کیږی هغه بلاعوضه دوه نیم میلیارد ډالری پور، چی عربستان د نواز شریف د صدراعظمۍ په پیل کی، پاکستان ته ورکړئ ؤ؛ د عربستان له خوا بیرته وغوښتل شو.
په هر حال، اوس چی جنرال راحیل شریف متقاعد شوئ، او البته آزاد دئ؛ خو د هغه پوځی او جنګی تجربې په پاکستان کی د دغه هیواد د خلګو په پیسو ترلاسه شوی دی، او اوس غواړی دغه تجربې د یمن د مظلومو خلګو او هغو هیوادونو د ځپلو په منظور، چی عربستان له هغو سره په غیر مستقیمه توګه د جګړې او لانجې په حال کی دئ؛ په کار یوسی.
د ویلو ده چی پاکستان؛ د بی وزلو او محرومو خلګو سره په ضدیت کی، یو شمیر هیوادونو ته د پوځی خدماتو په وړاندی کولو کی اوږده سابقه لری، او د خپل ۷۰ کلن عمر په اوږدو کی یی، د سیټو او سنټو د ژمنو په چوکاټ کی، د بغداد په تړون کی، په افغانستان کی له پخوانی شوروی سره په جګړه کی؛ له امریکا سره، او همداراز د اردن او سعودی عربستان په شمول له عربی هیوادونو سره، ډیرې پوځی مرستې کړی دی. او په ۶۰ مه لسیزه کی د پاکستان د پخوانی دیکتاتور، جنرال ضیاء الحق په قوماندانۍ سره چی په هغه وخت ستر جنرال ؤ؛ یو لښکر د فلسطینیانو د ځپلو لپاره، له اردن سره په مرسته کی دغه هیواد ته ولیژل شو، چی څو زره فلسطینیان یی ووژل؛ او پدې اړه د صهیونیسټی رژیم د هغه وخت د دفاع وزیر، موشه دایان، ویلی ؤو؛ هغه فلسطینیان چی ملک حسین، د پاکستان د پوځ په وسیله په څو روځو کی عام قتل کړل؛ اسرائیل باید په شلو کالو کی دغه کار کړی وای، او همداراز یو شمیر عربستانی اتباع، چی د یو لړ غوښتنو په منظور یی؛ مسجدالحرام بند کړئ ؤ، او د سعودی عربستان له خوا مرتد وبلل شول؛ د پاکستان د پوځ په وسیله چی د پاکستان د هغه وخت د واکمن، جنرال ضیاء الحق په دستور مکې معظمې ته لیږدول شوی ؤو، په مسجدالحرام کی عام قتل شول.