امریکا د پاکستان د توغندو په اوو ادارو بندیزونه ولګول
د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلی دی چې د پاکستان د توغندویی پروګرام اړوند په ۷ ادارو یې بندیزونه لګولی دی.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت وویل، د پاکستان ۷ دولتی یا نیمه دولتی ادارې یې د امریکا د صادراتی مقرراتو د ادارې د بندیزونو په لېسټ کې شاملې کړی دی.
د امریکا د صادراتی مقرراتو اداره د دغه هیواد د حکومت له لوری د هغو هیوادونو، اورګانونو او تنظیمونو، چې د امریکا ملی او امنیتی ګټې ګواښی، پر ضد د بندیزونو د عملی کولو لپاره جوړه شوې ده.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت په اعلانیه کې ویل شوی چې د امریکا حکومت د ځینو ځانګړو شواهدو او حقایقو پر اساس باور لری چې دا دولتی او نیمه دولتی پاکستانۍ ادارې د امریکا د ملی او امنیتی ګټو خلاف فعالیتونه کوی.
په دغو ادارو کې د پاکستان د هوایی وسلو کمپلیکس، د سمندری ټیکنالوژۍ کمپلیکس، د پاکستان ساینسی کمیسیون او انجنیری کمپلیکس، د موټرو نوې انجنیری، د پُرزو د برابرولو خدمات، احد انټرنشنل او د انجنیری تاکتیکونو انحصاری شرکت شاملې دی.
پاکستان د خپلو ایټمی او توغندویی پروګرامونو په برخه کې هرراز سرغړونه ردوی.