هند او پاکستان د ایټمی تاسیاتو او بندیانو لیسټونه مبادله کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37000-هند_او_پاکستان_د_ایټمی_تاسیاتو_او_بندیانو_لیسټونه_مبادله_کړل
هند او پاکستان د یو بل په ایټمی تاسیساتو او سلاکوټونو باندې د حملې د منعې د تړون په لړ کښې د خپلو ایټمی تاسیساتو د یو لیسټ مبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2017 02:56 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان د ایټمی تاسیاتو او بندیانو لیسټونه مبادله کړل

هند او پاکستان د یو بل په ایټمی تاسیساتو او سلاکوټونو باندې د حملې د منعې د تړون په لړ کښې د خپلو ایټمی تاسیساتو د یو لیسټ مبادله وکړه.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د هغې موافقې له مخې چې د دواړو لورو ترمینځ د ۱۹۸۸ کال د دسمبر په ۳۱ نیټه د ایټمی تاسیساتو او تجهیزاتو خلاف د حملو د بندیز په عنوان سره لاسلیک شوه، د هر کال د جنورۍ په وړومبۍ نیټه د خپل ایټمی تاسیساتو د ساتلو د ځایونو یو لیسټ یوبل ته ورکوی.

د هندوستان د خارجه وزارت د خبرپاڼې له مخې پرون دواړو لورو په ۲۶ ځل په خپلو ایټمی تاسیساتو پورې د اړوند لسټ تبادله وکړه.

نوی ډیلی او اسلام آباد همداشان د دواړو هیوادونو په جیلونو کښې د پرتو زندانیانو او کب نیونکو لسټونه هم یوبل ته وسپارل.

نوی ډیلی او اسلام آباد پخپلو بندیانو پورې اړوند لسټ د هند او پاکستان ترمینځ په کنسولی لاسرسۍ پورې د اړوندې موافقې د شرایطو په بنیاد مبادله کړ.

په بندیانو پورې د اړوندې موافقې له مخې چې د ۲۰۰۸ کال د مۍ په ۲۱ نیټه لاسلیک شوه، ټاکل شوې چې هر کال دوه ځلې یعنې د جنورۍ او جولایۍ میاشتو په وړومبۍ نیټه د یوبل په جیلونو کښې د خپلو پرتو بندیانو نوم لړ مبادله شی.