پنځوس زره پاکستانی کارګران له سعودی عربستانه ووتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37069-پنځوس_زره_پاکستانی_کارګران_له_سعودی_عربستانه_ووتل
په سعودی عربستان کښې د پاکستانی ښاریزو د ملاتړ پلاوی مشر امجد ملک وویل، په تېرو ورځو کښې په سعودی کښې پنځوس زره پاکستانی کارګران د له اقتصادی بحران سره د سترو سعودی شرکتونو د مخامخېدو په وجه له دغه هېواد ووتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2017 14:03 Asia/Kabul
  • پنځوس زره پاکستانی کارګران له سعودی عربستانه ووتل

په سعودی عربستان کښې د پاکستانی ښاریزو د ملاتړ پلاوی مشر امجد ملک وویل، په تېرو ورځو کښې په سعودی کښې پنځوس زره پاکستانی کارګران د له اقتصادی بحران سره د سترو سعودی شرکتونو د مخامخېدو په وجه له دغه هېواد ووتل.

د الوطن په نقل سره د اېلنا خبری اژانس د رپوټ له مخې امجد ملک له سعودی څخه د دغو پاکستانی کارګرانو د وتلو وجه د تنخواګانو په ادا کولو کښې ځنډ وبلله.

له دوه میلین او پینځو سوو زرو نه زیات پاکستانیان په سعودی عربستان کښې ژوند کوی.

ځینو باخبرو سرچینو وویل شپږ نیم زرو پاکستانی کارکوونکو له لسو میاشتو نه زیاته موده وشوه چې تنخواګانې یې نه دی اخېستی.

د سعودی د سیاستونو، په نړیوالو بازارونو کښې د تېلو د بیې د ټیټېدو، د اقتصادی او عمرانی فعالیتونو انجماد په وجه د سعودی د بودجۍ د کمښت د چلند له دوامه وروسته د دغه هېواد زیاترو شرکتونو د خپلو کارګرانو د وېستلو اقدام وکړ چې زیاتره د اېشیا د جنوب او جنوب ختیځ د هېوادونو دی.