آمریکا په نړۍ کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو اصلی عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37261-آمریکا_په_نړۍ_کښې_د_ترهګرۍ_د_رامینځته_کولو_اصلی_عامل_دی
د پاکستان د سنی اتحاد شورا مشر وویل: آمریکا د ترهګریزو فعالیتونو د ختمولو په پلمه د ترهګرۍ په رامینځته کولو کښې مهم رول لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2017 11:38 Asia/Kabul
  • آمریکا په نړۍ کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو اصلی عامل دی

د پاکستان د سنی اتحاد شورا مشر وویل: آمریکا د ترهګریزو فعالیتونو د ختمولو په پلمه د ترهګرۍ په رامینځته کولو کښې مهم رول لری.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د سنی اتحاد د شورا مشر صاحبزاده حامد رضا پرون د دغه هیواد د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې زیاته کړه:  آمریکا یواځې د عمومی افکارو د دوکه کولو لپاره له ترهګرۍ سره د تش په نامه مبارزې له نومه استفاده کوی او ترهګرې ډلې رامینځته کوی، له هغو څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوی او هر کله چې خطر وګوری، له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کوی.

د پاکستان د سنی اتحاد د شورا مشر ټینګار وکړ: په دغه هیواد کښې امنیتی حالات د امریکا د لاسوهنو په وجه کړکیچن شوی دی.

هغه زیاته کړه: د پاکستان ولس  د امریکا او د اسلام د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره تل یو موټئ دی.