نړیوال بانک د هند او پاکستان د اختلافاتو د ختمیدو غوښتونکی شو
Jan 06, 2017 04:24 Asia/Kabul
د نړیوال بانک د منشی لوړرتبه سلاکار د سندطاس تړون په هکله دهند او پاکستان د اختلافاتو د سوله ایز هواری غوښتنه وکړه.
ایان ایچ سلیمان پرون په نوی ډیلی کښې د هندوستان د خارجه وزارت او د اوبو د سرچینو له چارواکو سره په کتنه کښې په سندطاس معاهدې باندې د هندوستان او پاکستان پر پابندۍ ټینګار وکړ.
ایان ایچ سلیمان چې د سندطاس معاهدې په هکله د نوی ډیلی او اسلام آباد د اختلافاتو د څیړنې لپاره هندوستان ته تللی، ټاکل شوې چې له هندی چارواکو سره له کتنو وروسته د دغه تړون په هکله له پاکستانی چارواکو سره د خبرواترو په موخه اسلام آباد ته لاړ شی.
نړیوال بانک له دې مخکښې د اباسین د تړون په هکله د هند او پاکستان په اختلافاتو کښې مینځګړیتوب بند کړی و.