پاکستان بابردرې نومې کروز توغندی په بریالیتوب سره وآزمایه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37807-پاکستان_بابردرې_نومې_کروز_توغندی_په_بریالیتوب_سره_وآزمایه
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ دپاکستان پوځ پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، دلومړی ځل لپاره ئې د: بابردرې : په نامه ترسمندرلاندې له اوبتله ویشتونکی کروز توغندی چې څلورنیم سوه کلومیټر په واټن کې پر هدف لګیږی ،په بریالیتوب سره آزمویلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 10, 2017 02:20 Asia/Kabul
  • پاکستان بابردرې نومې کروز توغندی په بریالیتوب سره وآزمایه

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ دپاکستان پوځ پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، دلومړی ځل لپاره ئې د: بابردرې : په نامه ترسمندرلاندې له اوبتله ویشتونکی کروز توغندی چې څلورنیم سوه کلومیټر په واټن کې پر هدف لګیږی ،په بریالیتوب سره آزمویلی دی .

 راپورښئ  دغه توغندی  له اوبتل څخه توغول شوی  او په بریالیتوب سره  په  ټاکل شوی نښې لګیدلی دی .

دپاکستان دپوځ  عمومی قوماندان جنرال  قمر جاوید باجوه   د دغه توغندی بریالۍ آزموینې په مناسبت  دپآکستان ولس  او پوهانو اوساینسدانانو ته مبارکی ویلې ده .

   دپاکستان دپوځ لوئ درستیز  جنرال  زبیر حیات  ، دهوائی ځواک قوماندان  سهیل  آمان او دسمندری ځواک  قوماندان  امیرالبحر  محمد ذکاا...  هم  په جلاجلا پیغامونو کې په دې مناسبت  دپاکستان ولس ته مبارکی ویلې ده

ویل کیږی  دپاکستان دغه بابر درې نومې  سمندری لاندې ویشتونکی  کروز توغندی  دهندوستان د آګنی څلور نومې بالسټیک  ډوله  توغندی  له آزموینې  یوه اونۍ وروسته  په بریالیتوب  سره آزمویل شوی دی .