له افغانستان سره د پاکستان په سرحد کښې مدیریت نشته .
-
پاکستان له افغانستان سره په ګډ سرحد کښې خپل ځواکونه پیاوړي کوي او هیله لري دافغانستان چارواکي هم په دې اړه ګډې ملګرتیا وکړي .
فارس خبری اژانس وایی دپاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په لاهور ښار کښې دبم چاودنې دلیل له افغانستان سره په ګډ سرحد کښې دمدیریت نشتون وباله .
هغه وویل په پاکستان کښې د ناامنۍ علت له افغانستان سره د ګډ سرحد په سم ډول مدیریت نه کول دی او ترهګر له دغه لارې پاکستان ته ورځی .
دپاکستان دفاع وزیر په دې خبرې ټینګار سره چې له تیرو دوو(۲) کلونو راهسې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ته دګډ سرحد دمدیریت په باره کښې ضروری خبرداری ورکړل شوی وو وویل تر هغه وخته چې دپاکستان او دافغانستان ګډ سرحدونه په ګډې ملګرتیا سره مدیریت نشی په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې به ناامنۍ هماغه راز دوام ولری .
هغه ټینګار وکړ پاکستان له افغانستان سره په ګډ سرحد کښې خپل ځواکونه پیاوړی کوی او هیله لری دافغانستان چارواکی هم په دې اړه ګډې ملګرتیا وکړی .