د پاکستان د حقانیه مدرسې ملایانو موبایل ټیلیفونونه وسوزول
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اکوړی سیمې په حقانیه مدرسه کښې ملایانو او د هغوی شاګردانو خپل موبایلونه وسوزول.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د اکوړی په سیمه کې د حقانیه دارالعلوم استادانو او طلابو د دغې مشهورې مدرسې د ادارې په حکم موبایل ټیلیفونونه را ټول کړل او اور یې ور واچاوه.
بلې خوا ته بیا هلته راټولو شویو کسانو په نورو موبایلونو د موبایل سوزونې د پروګرام ویډیوګانې او عکسونه اخیستی چې په ټولنیزو رسنیو کښې خپاره شوی دی.
د ټولنیزو رسنیو فعالانو د اکوړی د مدرسې د ادارې له خوا د ساینس د پرمختللې وسیلې غندل او سوزول یو جهالت او له پرمختللې انسانی نړۍ څخه تېښته ګڼلې ده.
ویل کیږی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هغه وخت د حکومت ډېر مشران د حقانیه مدرسې فارغان وو او هغه وخت هم افغانستان له نورې نړۍ نه په یوه تجرید شوی ټاپو بدل شوی وو.