د پاکستان د حقانیه مدرسې ملایانو موبایل ټیلیفونونه وسوزول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42662-د_پاکستان_د_حقانیه_مدرسې_ملایانو_موبایل_ټیلیفونونه_وسوزول
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اکوړی سیمې په حقانیه مدرسه کښې ملایانو او د هغوی شاګردانو خپل موبایلونه وسوزول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2017 01:37 Asia/Kabul
  • د پاکستان د حقانیه مدرسې ملایانو موبایل ټیلیفونونه وسوزول

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اکوړی سیمې په حقانیه مدرسه کښې ملایانو او د هغوی شاګردانو خپل موبایلونه وسوزول.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د اکوړی په سیمه کې د حقانیه دارالعلوم استادانو او طلابو د دغې مشهورې مدرسې د ادارې په حکم  موبایل ټیلیفونونه را ټول کړل او اور یې ور واچاوه.‌

بلې خوا ته بیا هلته راټولو شویو کسانو په نورو موبایلونو د موبایل سوزونې د پروګرام ویډیوګانې او عکسونه اخیستی چې په ټولنیزو رسنیو کښې خپاره شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د اکوړی د مدرسې د ادارې له خوا د ساینس د پرمختللې وسیلې غندل او سوزول یو جهالت او له پرمختللې انسانی نړۍ څخه تېښته ګڼلې ده.

ویل کیږی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هغه وخت د حکومت ډېر مشران د حقانیه مدرسې فارغان وو او هغه وخت هم افغانستان له نورې نړۍ نه په یوه تجرید شوی ټاپو بدل شوی وو.‌