دپاکستان دوې پوځی کشتۍ ایران ته راځی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42708-دپاکستان_دوې_پوځی_کشتۍ_ایران_ته_راځی_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ دوې (۲)کشتۍ چې د ښه نیت ، دصلحې او دوستۍ پیغام لری سبا دایران په جنوب کښې په بندر عباس کښې لنګر اچوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2017 10:37 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان په سمندري برخې کښې پراخې ملګرتیاوې لري .
    ایران او پاکستان په سمندري برخې کښې پراخې ملګرتیاوې لري .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ دوې (۲)کشتۍ چې د ښه نیت ، دصلحې او دوستۍ پیغام لری سبا دایران په جنوب کښې په بندر عباس کښې لنګر اچوی .

دپاکستان دپوځ په دغو دوو(۲)  کشتیو کښې ټیپوسلطان او جرات کشتۍ شاملې دی چې د ایران او د پاکستان  د اړیکو د ډیرې پیاوړتیا په هدف سره بندرعباس ته راځی .

ایران او پاکستان په سمندری برخې کښې پراخې ملګرتیاوې لری او د دواړو هیوادونو جنګی بیړۍ په منظم ډول هر کال څو ځله د ښه نیت په پیغام سره دیوبل په بندرونو کښې لنګر اچوی .

ټاکل شوي ه چې ایران او پاکستان زر په ګډه پوځي مانوره هم وکړي .

د ایران دسمندری ځواک مشر امیبر البحر حبیب الله سیاری هم په تیرې چهارشنبې ورځ په تهران کښې د پاکستان دپوځ دسمندری ځواک د حربی پوهنتون له یوه(۱) پلاوی سره په کتنې کښې ویلی وو  ایران او پاکستان دسمندر په حوزې کښې دسیمې مهم لوبغاړی دی .