مذهبی متفکران باید د صلحې پیغام خپور کړی .
-
ترهګرو دخپلوسپیروهدفونو لپاره دین یرغمل کړی دی او ددښمن لاسونه مات شوي دي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف نن په جامعه نعیمیه مدرسې کښې چې دنوازشریف کورنۍ ته نږدې ده په یوې وینا کښې وویل دا دمذهبی متکفرانو مسولیت دی چې له هیواد څخه د ترهګرۍ په ختمولوکښې له حکومت سره مرسته وکړی .
هغه وویل په پاکستان او په دنیا کښې د اسلام دامن دین په نوم نفرت او سرزورۍ خپرول کیږی او زیاته یې کړه دا د مذهبی علماو دنده ده چې د اسلام نوم له ترهګرو ازاد کړی .
دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف ادعا وکړه چې زما حکومت دسیاسی ګوندونو مشران ، پوځ او پولیس سره یوځاې راغونډ کړل او زیاته یې کړه دترهګرۍ پرضد دپاکستان مبارزې دهیواد په ډیروسیمو کښې صلح راوستلی ده .
هغه وویل په پاکستان کښې کله نه کله ترهګرې حملې کیږی او مونږ ضرورت لرو چې مذهبی مشران سره کینی او له حکومت سره مرسته وکړی چې په اخری جنګ کښې ترهګرۍ له مینځه یوسی .
دپاکستان لومړی وزیر نواشریف وویل ترهګرو دخپلوسپیروهدفونو لپاره دین یرغمل کړی دی او ددښمن لاسونه مات شوی دی هماغه ډول چې دابولهب لاسونه مات شوی وو .