په پاکستان کښې یوشمیر شکمن کسان نیول شوی .
-
په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي مرستې سعودي عربستان، امریکا، قطر، اسرائیل او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپنجاب صوبې په بیلابیلو سیمو کښې دترهګرو پرضد د ردالفساد دګډو عملیاتو په وخت دافغانستان د دیارلسو(۱۳) ښاریزو په شمول شپږویشت(۲۶) شکمن کسان ونیول شول او له هغوې وسلې او بارود هم کشف شول .
په پاکستان کښې د ردالفساد په نوم پوځی عملیات دوام لری او رینجرز ځواکونو ، پولیسو او استخباراتو ادارو په پنجاب صوبې کښې ګډ عملیات وکړل او په ترڅ کښې یې ډیرې وسلې او بارود هم کشف کړل .
دغه پوځی عملیات دپنجاب صوبې په ډیره غازی خان ، صادق اباد او لاهور کښې وشول او په دغوسیمو سربیره په ناروال ، اسلام اباد او اټک کښې هم پوځی عملیات شوی دی .
دپاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیا قبایلی او دجنوبی پنجاب په ډیرو برخو کښې ترهګرې ډلې په ډیرې ازادۍ سره فعالیتونه کوی او خلک په رڼا ورځ په بم چاودنو او حملو کښې وژنی .
په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان، امریکا، قطر، اسرائیل او ځینې نور عرب هیوادونه کوی .