دپوځی محکمو جوړیدل د نظام د تباهۍ تسلیمول دی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42770-دپوځی_محکمو_جوړیدل_د_نظام_د_تباهۍ_تسلیمول_دی_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف دپنجاب صوبې په سیالکوټ سیمه کښې د وکیلانو غونډې ته په وینا کښې وویل د پوځی محکمو جوړول ددغه خبرې تسلیمول دی چې زمونږ اوسنی نظام تباه شوی دی خو د غیر عادی حالاتو په وجه غیر عادی اقدامات ترسره کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2017 02:32 Asia/Kabul
  • هندوستان دپاکستان پرضد د ترهګرۍ او د نفرت سرپرستۍ کوي .
    هندوستان دپاکستان پرضد د ترهګرۍ او د نفرت سرپرستۍ کوي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف دپنجاب صوبې په سیالکوټ سیمه کښې د وکیلانو غونډې ته په وینا کښې وویل د پوځی محکمو جوړول ددغه خبرې تسلیمول دی چې زمونږ اوسنی نظام تباه شوی دی خو د غیر عادی حالاتو په وجه غیر عادی اقدامات ترسره کیږی .

 هغه وویل مونږ له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره په امن سره وسیدل غواړو او زیاته یې کړه دګاونډیو هیوادونو امن د پاکستان امن دی او په دې کښې هیڅ شک نشته .

دپاکستان دفاع وزیر وویل  که چیرې څوک د پاکستان دغه خواهش کمزورۍ ګڼی نو پوځ او ملت له دغه چیلنج سره دمقابلې اراده او طاقت لری .

هغه وویل پاکستان په هر ډګر کښې که هغه ختیځ وی او یا لویدیځ یا زمونږ کوڅې وی ، ښوونځی وی ، جومات وی او عبادت ځاې له دښمانانو سره د مقابلې او دهغوې دخولې دماتولو طاقت لری .

دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل ټول ملت باید پوه شی چې زمونږ دښمن یو دی که هغه په لویدیځ سرحد کښی وی او که په ختیځ سرحد کښې .

هغه وویل هندوستان دپاکستان پرضد د ترهګرۍ او د نفرت سرپرستۍ کوی او د افغانستان له  خاورې  څخه د پاکستان پرضد استفاده کوی .

دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل کوم ترهګر چې اوس په هیواد کښې حملې کوی دیرش (۳۰)کاله مخکې حکومت هغوې ته وسلې ورکړی وې  خوهغه وخت هدفونو سره فرق درلود او چا سوچ هم نه کاوه چې دغه کسان  به په راتلونکی کښې د هیواد پرضد اقدامات وکړی .