د پاکستان لمړی وزیر له افراط پالنې سره په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42786-د_پاکستان_لمړی_وزیر_له_افراط_پالنې_سره_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
د ایرنا د راپور په اساس د پاکستان لمړی وزیر د دغه هیواد له مذهبی شخصیتونو او ډلو وغوښتل د سولې او دوستۍ د دین په توګه د اسلام دین په درست تعلیم ورکولو سره، له ټروریزم سره په مبارزه کی له پوځ سره ملګرتیا وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2017 09:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان لمړی وزیر له افراط پالنې سره په مبارزې ټینګار وکړ

د ایرنا د راپور په اساس د پاکستان لمړی وزیر د دغه هیواد له مذهبی شخصیتونو او ډلو وغوښتل د سولې او دوستۍ د دین په توګه د اسلام دین په درست تعلیم ورکولو سره، له ټروریزم سره په مبارزه کی له پوځ سره ملګرتیا وکړی.

د ایرنا د راپور په اساس، محمد نواز شریف، نن د لاهور په«جامعه نعیمیه» کی په یو کنفرانس کی، هغو سیمه ایزو او نړیوالو توطئو ته په اشارې سره؛ چی له اسلام څخه د ویرونې په موخه بڼه نیسی؛ وویل: یو شمیر عوامل هڅه کوی، اسلام په ټولنه کی د نفرت او کرکې لامل معرفی کړی، او د خلګو ترمنځ فرقه ای اختلافات رامنځته کړی، پداسی شرایطو کی د عالمانو دنده ده؛ چی د اسلام د حقیقی څیرې په ښودلو او وړاندی کولو سره، دغه توطئې شنډی کړی.

د پاکستان لمړی وزیر د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی اسلام له ټروریزم سره هیڅ ارتباط نه لری، وویل: د اسلام آباد دولت کړای شوی دی د پوځ او ګوندونو ترمنځ د اجماع او اتحاد په رامنځته کولو سره، په هیواد کی  ثبات او امنیت ټینګ کړی. 

په پاکستان کی د ګنو دینی مدرسو شتون؛ چی د عربستان او وهابیانو په مالی ملاتړونو سره چلیږی، په پاکستان کی د افراط پالنې د رواجیدو په ځایونو باندی اوښتی دی.