د افغانستان او پاکستان سرحدی لاره یو ځلې بیا وتړله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42804-د_افغانستان_او_پاکستان_سرحدی_لاره_یو_ځلې_بیا_وتړله_شوه
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوی له افغانستان سره د دغه هیواد د سرحدی لارې د یو ځلې بیا تړل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2017 11:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان سرحدی لاره یو ځلې بیا وتړله شوه

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوی له افغانستان سره د دغه هیواد د سرحدی لارې د یو ځلې بیا تړل کیدو خبر ورکړ.

زموږ د خبریال د راپور له مخې، نفیس ذکریا، پرون په اسلام آباد کی په یوی خبری کنفرانس کی وویل: ترڅو پوری چی پاکستان ډاډمن نشی، ترهه ګر د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته نه داخلیږی، د چمن پوله به خلاصه نه شی.

ده زیاته کړه: د پاکستان د خلګو امنیت د نواز شریف د دولت لپاره مهم دئ، او باید پدی هیواد کی امنیت ټینګ شی، او اسلام آباد هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوی، چی د پاکستان امنیت ته زیات ورسوی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او چمن سرحدی لاره، چی په لنډ مهاله توګه د دؤو ورځو لپاره خلاصه شوې وه، یو ځلې بیا وتړله شوه.