په پاکستان کښې له ۲۳۲۰ زیاتې غیرقانونی دینی مدرسې وتړل شوې
Mar 14, 2017 01:45 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملی طرحې په اجرا سره په دغه هیواد کښې څه باندې ۲۳۲۰ غیرقانونی دینی مدرسې وتړلې.
د پاکستان د حکومت د اعلان له مخې به سند صوبه کښې ۲۳۱۱، په خیبر پښتونخوا کښې ۱۳، په پنجاب کښې ۲ او همداشان په بلوچستان کښې یوه دینی مدرسه د قانونی بڼې نه لرلو او همداشان د ترهګرو بریدونو او افراط پالنې په وجه بندې کړې شوې.
څه موده مخکښې د پاکستان د بلوچستان صوبې داخلی وزیر سرفراز بګټی ویلی وو چې د افغانستان د طالبانو ډلې په زرهاو غړی د پاکستان په دینی مدرسو کښې زده کړه کوی.
مخکښې هم د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی ویلی وو چې دا ډول مدرسې د عربستان او اسرائیلو په لګښت چلیږی او پاکستان لا ناامنه کوی.