په لاهور کښې د فردوسی درې ورځنی کانفرنس پیل شو
Mar 14, 2017 01:48 Asia/Kabul
د پاکستان په لاهور ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری سلاکار په مرسته د لوې شاعر فردوسی طوسی کانفرنس د پاکستان د پوهنتونونو د یوشمیر استاذانو او شخصیتونو په ګډون پیل شو.
د ایرنا د خبر له مخې په دغه درې ورځنی کانفرنس کښې د اسلامی ایران، پاکستان او تاجکستان د فارسۍ ژبې ادیبانو لخوا څه باندې ۹۰ تحقیقاتی مقالې د یاد کانفرنس دالانشاء ته لیږل شوې دی چې پکښې به ۲۵ غوره مقالې انتخاب شی.
په دغو مراسمو کښې ویناوالو د دې کانفرنس د ترسره کیدو د اهمیت، د ملی ژبو د پراختیا او دودیدو او د کلتوری اړیکو د پیاوړتیا د ضرورت او همداشان د سیمې او نړۍ خلکو ته د فردوسی طوسی او د هغه د شاهنامې د ځانګړتیاو د ورپیژندنې په هکله یولړ مطالب مطرح کړل.