نواز شریف د رد الفساد عملیاتو په لا ګړندی کیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42934-نواز_شریف_د_رد_الفساد_عملیاتو_په_لا_ګړندی_کیدو_ټینګار_وکړ
د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ ترسره شوې غونډه کښې د ردالفساد عملیاتو د لاګړنډی کیدو پریکړه وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2017 04:08 Asia/Kabul
  • نواز شریف د رد الفساد عملیاتو په لا ګړندی کیدو ټینګار وکړ

د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ ترسره شوې غونډه کښې د ردالفساد عملیاتو د لاګړنډی کیدو پریکړه وشوه.

د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې بیګا د دغه هیواد وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه وشوه چې پکښې په هیواد کښې امنیت او د ترهګرو خلاف د روانو رد الفساد نومې عملیاتو کښې د ترلاسه شویو بریاو جاج واخیستی شو.

په دغه غونډه کښې نواز شریف او نورو ګډونوالو په هیواد کښې د امنیت لپاره د پاکستان د پوځ او قانونی ادارو د هلوځلو قدرونه وکړه او ویې ویل چې په پاکستان کښې د پایداره امنیت لپاره د افراط پالنې او ترهګرۍ مونډ ایستل ضروری دی.

په دغه غونډه کښې د ترهګرۍ د مخنیوی لپاره د مختلفو قوانینو څیړنه هم وشوه او د هغه د لااغیزمنولو لپاره په مختلفو رایو د نظر تبادله وشوه.

د غونډې ګډونوالو پریکړه وکړه چې دښمنانو ته به د پاکستان د امنیت د خرابولو اجازه ور نه کړی شی.

په دغه غونډه کښې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال جاوید باجوا، د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان، د مالیې وزیر اسحاق ډار، د ملی امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه، د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز، د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف او د پوځ د ویاند په شمول لوړرتبه چارواکو ګډون کړی و.