جنرال راحیل شریف ولې د عربستان خبره ومنله .؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42954-جنرال_راحیل_شریف_ولې_د_عربستان_خبره_ومنله_.
زمونږ خبریال وایی د جنرال راحیل شریف لخوا د سعودی عربستان په مشرۍ د نهه دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو دپوځی ائتلاف د قوماندنۍ د ترلاسه کولو په ارتباط د پاکستان د حکومت دچارواکو له ګډوډو څرګندونو او شکونو وروسته شف شف اخر شفتالو شو او معلومه شوه چې دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف دسعودی عربستان په مشرۍ داسلامی هیوادونو د پوځی اتحاد قوماندنۍ منلی ده او دسعودی عربستان شاهی رژیم د راحیل شریف او دهغه دمیرمنې لپاره درې(۳) کاله ملټی پل(Multiple) ویزې ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2017 10:43 Asia/Kabul
  • له بده مرغه  له پاکستان څخه  هم د اسلامي امت پرضد  په دغه دسیسې کښې استفاده کیږي .
    له بده مرغه له پاکستان څخه هم د اسلامي امت پرضد په دغه دسیسې کښې استفاده کیږي .

زمونږ خبریال وایی د جنرال راحیل شریف لخوا د سعودی عربستان په مشرۍ د نهه دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو دپوځی ائتلاف د قوماندنۍ د ترلاسه کولو په ارتباط د پاکستان د حکومت دچارواکو له ګډوډو څرګندونو او شکونو وروسته شف شف اخر شفتالو شو او معلومه شوه چې دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف دسعودی عربستان په مشرۍ داسلامی هیوادونو د پوځی اتحاد قوماندنۍ منلی ده او دسعودی عربستان شاهی رژیم د راحیل شریف او دهغه دمیرمنې لپاره درې(۳) کاله ملټی پل(Multiple) ویزې ورکړی دی .

ټاکل شوی ده دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف په ریاض کښې د نهو دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو د پوځی ائتلافی په مرکزی قوماندنۍ کښې دیره شی .

دپاکستان حکومت هم  په دې زمینه کښې جنرال راحیل شریف ته این او سی(Non Objection Certificate) ورکړی ده .

دپاکستان د پوځ سرچینې هم وایی چې دنهو دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو دائتلاف د قوماندنۍ د ترلاسه کولو لپاره یې جنرال راحیل شریف ته مشروطه اجازه ورکړی ده .

لومړۍ(۱) داچې دپاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف به له پاکستان څخه څوک په دغه ائتلاف کښې د جذبیدا لپاره ونا ګماری .

دوهمه(۲) دا چې دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف به دنورو اسلامی هیوادونو پرضد جنګ کښې ګډون ونکړی .

دریمه (۳)دا چې جنرال راحیل شریف به دنهودیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو ائتلاف دایران او دسعودی عربستان له شخړې لیرې وساتی .

څلورمه(۴) دا چې دنهودیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو پوځی ائتلاف به یوزاې دترهګرو پرضد وکارول شی .

دا خبره چې شرایط څومره اهمیت لری او یا دا چې دجنرال راحیل شریف لخوا دنهو دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو د ائتلاف د قوماندنۍ  منل به څه پایلې ولری دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې اړه د پاکستان د مشرانو دجرګې سینا دپخوانی غړی او  دپښتونخوا ملی عوامی ګوند دیوه(۱) مشر ښاغلی رضا محمد رضا نظر دټیلی فون په لیکه پوښتلی دی چې هغه په ځواب کښې د پوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف لخوا د نهودیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو دپوځی ائتلاف د قوماندنۍ په ترلاسه کولو دسختې نیوکې په ترڅ کښې وویل له هماغه لومړیو څخه معلومه وه چې د پاکستان پوځ په دې اړه فیصله کړی ده .

دپاکستان حکومت یوازې د خلکو د دباونو په خاطر مبهم دریځونه غوره کول .

دپاکستان حکومت به ځینې وختونه ویل حکومت خبر وو  او کله به یې ویل چې جنرال راحیل شریف دعمرې لپاره تللی  وو .

دپاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی رضا محمد رضا وویل دتاریخ په اوږدو کښې پردیو تل د پاکستان له پوځ څخه استفاده کړی ده .

هغه وویل په سیټو او سینټو تړونونو او د شوروی پرضد دافغانستان په جنګ او دغه راز د سعودی عربستان دشاهی رژیم په ساتلو کښې دپاکستان پوځ تل خپل ټول توان کارولی دی .

دپاکستان دمشرانو جرګې پخوانی غړی او دپښتونخوا ملی عوامی ګوند یوه (۱)مشر رضا محمد رضا وویل پاکستان اوس غواړی دسعودی عربستان رژیم چې له داخل څخه سخا او وروست شوی دی وساتی او پاکستا ن  هم کوشش کوی چې سعودی عربستان په سیمه کښې لومړۍ خبره وکړی او په دې زمینه کښې هغه هیوادونه چې  د لارې خنډ دی وځپی یا تر دباو لاندې یې ورولی .

ښاغلی رضا محمد رضا د جنرال راحیل شریف لخوا دنهو دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو د ائتلاف دقوماندنۍ دمنلو لپاره د پاکستان دپوځ څلورو(۴) شرطونو ته په اشارې سره وویل دغه شرطونه یوازې د هیواد دننه د عمومی افکارو د قانع کولو لپاره اعلان شوی دی ځکه چې حکومت د سیاسی ګوندونو او دخلکو لخوا تر سخت دباو لاندې دی .

دپاکستان دمشرانو جرګې پخوانی غړی رضا محمد رضا وویل کله چې سعودی عربستان دنهودیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو ائتلاف د ایران ، یمن او دسوریې پرضد جوړ کړی دی نو څرنګه ممکنه ده چې د سعودی عربستان لخوا دپاکستان دپوځ څلور(۴) شرطونه ومنل شی .

هغه دحیرانتیا په ښودلو سره وویل سعودی عربستان او پاکستان چې دترهګرو په تولیدولو او روزلو کښې ددواړو رول ښکاره دی نن سبا له ترهګرۍ سره دمبارزې خبره کوی او سعودی عربستان په سوریې او یمن کښې ددغو دوو (۲)هیوادونو دخلکو پرضد او دترهګرو ډلو په ملاتړ کښې اقدامات کوی او پاکستان هم په اکثرو هیوادونو په تیره بیا افغانستان کښې دترهګرۍ اوور بل ساتلی دی .

هغه وویل له ترهګرۍ سره  دمبارزې په پلمه د سعودی عربستان او دپاکستان اتحاد ډیر دخندا وړ دی .

دپاکستان دمشرانو جرګې پخوانی غړی رضا محمد رضا وویل جنرال راحیل شریف ته دنهودیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو د ائتلاف د مشرۍ دسپارلو  په  فیصلې او سیاست کښې  چې دپوځ لخوا غوره شوی دی ملی پارلمان ، مشرانو جرګې او سیاسی ګوندونو هیڅ رول نه دی درلودلی او زیاته یې کړه په نهایت کښې دپوځ دغه فیصله به دپاکستان په تاوان سر ته ورسیږی او پاکستان به له مخکې څخه زیات په نړۍ او سیمه کښې منزوی او څنګ ته شی .

رضا محمد رضا وویل دسعودی عربستان سیاست د شیعه او سنی په نوم د اسلامی امت ویشل دی د پاکستان دپوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف لخوا دنهو دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو د پوځی ائتلاف د قوماندنۍ منل به دپاکستان مسلمان خلک سره وویشی .

دپاکستان د بلوچستان صوبې د اسلامی چارو د ادارې مسول او دکویټه دجامع سفیر جومات امام مولانا عبدالرحمن رحمانی هم په دې اړه  دتهران راډیو پښتو خپرونې ته په مرکه کښې وویل پاکستان داسلام په نوم  جوړ شوی دی خو تل د لویدیځو هیوادونو ، امریکا او دانګلستان  او اوس د سعودی عربستان په خدمت کښې دی .

هغه وویل دپاکستان دپوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف لخوا  دنهو دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو د ائتلاف چې دایران پرضد جوړ شوی دی دقوماندنۍ دمنلو فیصله د امریکا، انګلستان او د سعودی عربستان تر دباونو لاندې غوره شوی ده .

 دپاکستان دکویټه د جامع سفیر جومات امام مولانا عبدالرحمن رحمانی وویل که چیرې پاکستان د نهودیرشو ()۳۹اسلامی هیوادونو  د ائتلاف دمشرۍ له منلو پښیمانه نشی نو ددغه هیواد لپاره به خطرناکې پایلې ولری او په پاکستان  کښې موجوده کړکیچونه په تیره بیا مذهبی کړکیچ به له مخکې څخه هم زیات شی .

دپاکستان داهل سنتو دغه وتلی عالم مولانا عبدالرحمن رحمانی وویل دامریکا په مشرۍ لویدیځ استعمار دسیمې له مرتجعو رژیمو سره په مرستې سره د اسلامی امت د  ویشلو او په نهایت کښې د مذهب ، ژبې او د قوم پراساس د اسلامی هیوادونو د ویشلو کوشش کوی چې له بده مرغه  له پاکستان څخه  هم د اسلامی امت پرضد  په دغه دسیسې کښې استفاده کیږی .